IQNA

په اسکندریه کتابتون کې د «قرآني نسخو  اخستل » نومې تعلیمي ورکشاپ ترسره شو

5:41 - July 10, 2025
د خبر لمبر: 3491388
ایکنا - د «قرآني نسخې اخستلو  هنر» نومې تعلیمي ورکشاپ  د سه‌شنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۷ ) د اسکندریه د شلم نړیوال کتاب نندارتون په څنډه کې ترسره شو.

د ایکنا د راپور له مخې، چې د bibalex.org له خوا خپور شوی، د اسکندریه شلم نړیوال کتاب نندارتون د دوشنبې په ورځ، د چنګاښ ۱۶مه پیل شوی او تر چنګاښ ۲۶مې پورې به دوام وکړي.د «قرآني  نسخې اخستلو» تر سرلیک لاندې یو تعلیمي ورکشاپ هم په  سه‌شنبې ورځې  د دغه  نندارتون په څنډې کې د اسکندریه په کتابتون کې ترسره شو، چې په دې ورکشاپ کې یو شمېر خوشنویسان او د عربي خوشخطئ د هنر څېړونکو ویناوې وکړې. ، د اسکندریه د محمد ابراهیم عربي خوشنویسۍ ښوونځي د خوشنویسۍ استاد پروفیسور ایمن نمیر او د اسکندریه کتابتون د خوشنویسۍ مرکز لوړپوړی څېړونکی محمد حسن، ، د دغه ورکشاپ ویناوال وو، چې د بېلابېلو دورو په اوږدو کې د قرآن د نسخه‌بردارۍ د  بشپړتیا  بهیر او د هغو مهمو هنري سټایلونو او خوشخطئ مکتبو په اړه، چې پر دې اصیل اسلامي هنر ئې د پام وړ اغېز کړی، توضیحات ورکړل.دمصري څېړونکي  محمد حسن، په وینا کې د قرآن کریم د نسخه‌بردارۍ پرمختګ له لاسي لیکنې څخه تر چاپي بڼې پورې، چې د محمد علي (د مصر د حاکمانو له ډلې) د واکمنۍ له پیل سره هم‌مهاله و، او د مصري او عثماني مکتبونو ترمنځ توپیرونه د بحث مهم  چورلیزونه وو.هغه ټینګار وکړ: د مصر مکتب د قرآن په لیکنې (رسم الخط) کې، د بېلابېلو سټایلونو او مکتبونو له ډولوالي سره سره، لا هم یو له غوره مکتبونو څخه دی او خپل مقام ئې ساتلی دی.محمد حسن زیاته کړه: په مصر کې ډېر لوي خوشنویسان روزل شوي او باید د قرآن د کتابت تاریخ په دې هېواد او نورو عربي او اسلامي هېوادونو کې مستند شي.له بلې خوا، پروفیسور ایمن نمیر د قرآن کریم د یوې واحدې بڼې په توګه د راټولولو تاریخچه بیان کړه، چې د اسلامي فتوحاتو په اوږدو کې د ډېرو حافظانو له شهادت وروسته ترسره شوه.د یادونې وړ ده، چې ایمن نمیر د قرآن کریم دوه نسخې کتابت کړې،چې یوه ئې اوسمهال د تأیید او چاپ لپاره په الازهر کې ده. هغه اوس د دریمې نسخې په کتابت بوخت دی.

 

captcha